هندوکشغږ ته ځایي سرچینې وایي، پاکستاني پولیسو د بلوچستان ایالت د قلات ولسوالۍ په خضدار سیمه کې د «شهداء» په نوم یوه مهمه پوسته پرته له مقاومته پرېښې او خپله له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پاکستاني طالبان دا مهال پر یادې پوستې ولکه لري او له پولیسو یې یو میل کلاشینکوف، دوه شاجورونه، يوه تفنګچه او نغدي پيسې هم غنیمت کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې پاکستاني پوځیان او پولیس بلوچستان کې له مقاومت پرته خپلې پوستې پرېږدي او له سیمې تښتي. ورته پېښه کې څو ورځې وړاندې په یاد ایالت کې بلوڅ بېلتون پالو هم د پاکستاني پوځ دوه پوستې نیولي وې.