د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال د پاکستان هغه تورونه بې بنسټه بللي، چې ګوندې په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي برید کې هند هم لاس لري.
جېسوال ویلي، ډیلي د اسلام اباد دغه تورونه ردوي او دوی پوهېږي چې د ترهګرۍ اصلي ریښې چېرته دي.
دغه غبرګون وروسته له هغه مخې ته راځي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون په خپله اونیزه خبري غونډه کې ادعا وکړه، چې هند د بلوچستان په وروستي خونړي برید کې لاس لري.
نوموړي دا هم وویل، چې دغه برید د بهر مېشتو وسلهوالو ډلو د مشرانو لهخوا طرحه شوی و او په هند کې مېشتې ډلې په مستقیم ډول پکې ښکېلې وې.
دغه راز پاکستان د ياد بريد تړاو له افغانستان سره هم کړی وو چې بهرنيو چارو وزارت په کلکه رد کړ.