د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او یو شمیر ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۱۰۵ میله سپکې او درنې وسلې، ګڼ شمېر پوځي تجهیزات له یو شمېر کسانو سره نیولي دي.

د یاد وزارت په وینا، په ترلاسه شویو وسلو او نظامي تجهیزاتو کې ۶۳ میله تومانچې، ۱۴ میله کلاشینکوفونه، درې میله ثقیل، درې میله اېم‌فور، ۱۲ میله بلازن، پنځه میله کمرشکن، یو میل کربین، يو ميل پپشه، یو ميل ملېشه‌يي ټوپک، یو میل راکټ انداز، يو ميل خفيف او ۳۰۰۰ زره فیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شاملي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي؛ خو د شمېر په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version