د المرصاد خبري رسنۍ د راپور له مخې، نن ماښام په کونړ ولایت کې د داعش ډلې یو غړی د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

المرصاد زیاته کړې، د سید ملا (حماس) په نوم د داعش ډلې دا غړی د کونړ ولایت د ماڼوګۍ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې نرنګ ولسوالۍ ته د تخریبي کړنو ترسره کولو په موخه راغلی و چې د امنیتي ځواکونو له خوا پرې عملیات شوي او د مقاومت پر مهال وژل شوی دی.

المرصاد په خپل راپور کې وړاندې لیکلي، نوموړی د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو له ډاره، د د اعش ډلې د نورو غړو په څېر، پاکستان ته تښتېدلی و او په بلوچستان کې د انفجاراتو د زده کړې له ترلاسه کولو وروسته تازه هیواد ته راستون شوی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version