ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۶/۲۸ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_رويټرز: د افغانستان دفاع وزارت پښتونخوا يا ډيورنډ ته څېرمه سيمې خپله خاوره بللې.

۲_د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال او کابل کې د اذربايجان سفير ترمنځ د سياسي همکاريو پر پراختيا خبرې شوي.

۳_ترکيه کې له يوې بېړۍ څخه ۳۲ افغان کډوال نيول شوي.

۴_چين په افغانستان کې درې لويې سړې خونې جوړوي.

۵_له تېرو نهو میاشتو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته راستانه شوې.

  • [ ] سیمه:
    ۱_جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو د نن شپې په خونړي برید کې تر لسو ډېرو پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۲_پر پاکستاني پوځیانو د بلوڅ وسله‌والو برید؛ دوه پوځیان ټپیان شوي.

۳_د پاکستاني طالبانو غورځنګ په جلا بریدونو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي.

۴_مزمل اسلم: د شهباز شریف حکومت په دوو کلونو کې ۲۷ زره میلیارده روپۍ پور ترلاسه کړی.

۵_پاکستاني طالبانو نن غرمه مومندو ایجنسۍ کې پر سپین‌سر پوستې برید کړی.

۶_پاکستاني طالبانو شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو یو ملاتړی په ډزو وژلی.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د روسیې د بهرنيو چارو وزير: د منځني ختیځ د ستونزو مسؤله امریکا ده.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_القاعده برصغیر څانګې د شیخ محمد مري پر شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې.

۲_ايتوپيا کې واده ته روان مسافر وړونکي بس سيند ته لوېدلی او ۶۰ کسان پکې مړه شوي.

۳_د لبنان حکومت د سوریې د پرځېدلي رژیم ۷۰ پخواني افسران او عسکر د سوریې نوي حکومت ته سپارلي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version