د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون خپل پوځ ته امر کړی چې، د جګړې لپاره خپلې وړتیاوې لوړې کړي او تل چمتو و اوسي.
رویټرز خبري اژانس وايي نوموړي دغه څرګندونې څو ورځې وړاندې د شمالي کوريا د پوځي قومندانانو یوې غونډې ته کړي چې، اوس د شمالي کوریا دولتي رسنۍ (KCNA) پرې راپور خپور کړی دی.
کيم جونګ اون ویلي، شمالي کوريا ته د امریکا او جنوبي کوریا ګواښ “په تاریخ کې خطرناک پړاو” ته رسېدلی او د همدې ګواښونو له کبله د جګړې د تیاریو خبره کوي.