رویټرز راپور ورکړی، چې د کولمبیا ولسمشر، ګوسټاوو پېټرو سپینه ماڼۍ کې له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره کتلي.

پېټرو ویلي، چې ټرمپ سره یې د وینزویلا پر نفتو، د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې او پر دوه اړخیزې سوداګرۍ خبرې کړې دي.

نوموړي دا لیدنه برخلیک ټاکوونکې بللې او ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې ګډې موخې لري.

تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ تور پورې کړی و، چې ګوسټاوو پېټرو د نشه‌یي توکو د تولید کارخونې لري او په دغو کارخونو کې تولیدېدونکي مواد امریکا ته لېږدول کېږي.

ټرمپ هغه مهال ګواښ کړی و، چې د پېټرو پر ضد به هم اقدام کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version