دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د څلورمې سرحدي لواء د پنځم کنډک د کشفي او استخباراتي ځواکونو له لوري د پکتيکا ولايت اورګون ولسوالۍ د مندو سعادات کلي کې د کشفي راپورونو پر بنسټ يوه شمېر وسلې او مهمات کشف او نیول شوي.
خبرپاڼه زياتوي چې په نیول شویو وسلو کې ۳ میله کلاشنکوفونه، یو میل روسۍ پیکاه، یو قبضه راکټ، ۶ پایې مټرولا مخابرې، ۷ قبضې لاسي دودي بمونه, ۱۱ قبضې فشنګ او یو جیمر او ګڼ شمېر مهمات شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم دفاع کورنيو چارو وزارتونو، او د استخباراتو عمومي رياست په ګڼ شمېر ولايتونو کې د کشفي راپورونو پر بنسټ ډېر شمېر سپکې او درنې وسلې کشف او نیولې دي، چې د امنيتي چارو د کارپوهانو په وينا د امنيت په لا ښه ټينګښت کې به مثبت اغېز ولري.