ليکوال: عبدالله زاهد

کمونيستانو د وطن دوستۍ نارې وهلې خو وطن يې روسانو ته تسليم کړ، يوې خواته يې د کور کالو ډوډۍ نغاره ډنګول بل طرف يې د ولس قتل عام ته کار ويلی وو، ځوان، سپين ږيری، زنانه و ماشومان يې نه کتل، خانان و قومي مشران او علماء يې قتلول او د ليلن په قدمونو کې يې دا وطن او د دې وطن ننګ او ناموس ايښی وو خو نارې يې د وطن دوستۍ وهلې.
که تره کی وو امين وو، يا هم کارمل وو يا نجيب وو هغه وحشتونه يې وکړه چې د افغانستان په تاريخ کې چا نه وه کړي او همدوی وه چې ملک يې روسانو ته حواله کړی وو، همدا ډاکټر نجيب وو چې د خاد وخت کې يې زرګونه بې ګناه افغانان په شهادت ورسول خو بيا هم وطن دوسته شو، همدې کمونيستانو داؤد خان چې يو وطن دوسته شخص وو په شهادت له خپلې کورنۍ سره و رسوئ ځکه هغه د روسانو او د روسانو د شومو اهدافو مخالفت وکړ، هغه د ودان افغانستان خښته کښېښودل، پلانونه يې جوړ کړه او د وطن دوستۍ نوی باب يې کښېښود چې دغه وطن فروشه کمونيستانو ته دا د منلو نه وه.

پسله ډېرو قربانيو دا ولس و توانېدی چې روسي يرغلګرانو او داخلي غلامانو ته ماتې ورکړي او دا ولس د دوی له شره خلاص کړي خو د دوی همغه د وطن دوستۍ نارې لا نه دي ختمې سوي، په يوه لاس کې د وطن دوستۍ دعوه او بل لاس به ليلن ته په سلامي وه.
د وخت په تيرېدو همغه کمونيستان او هغه زاړه ټوپک سالارانو، شمالي ټلوالې او نورو غلو په ګډه د امريکا يرغل ته لبيک و وايه او د افغانستان خاوره يې د امريکا او ناټو قدمونو کې کښېښودل، هر رنګه ظلمونه او وحشتونه يې د نړيوالو سره يو ځای پر افغانانو وکړه، قتل عام يې وکړ، ماشوم، زنانه، سپين ږيری و تور سرې يې نه کتل، دا خو پرېږده تر هغه يرغلګرو زيات دوی د خپلو وطنوالو د وژلو شوق درلود او په پوره طاقت سره يې شل کاله دا ولس په يوه و بله بهانه قتل عام کړ، هر رنګه وحشتونه يې وکړه او ورسره يې همدا د وطن دوستۍ جمله تکراروله او په همدې جملې يې هم ولس او هم ځانونه غولول خو دلته وطن دوستي له کومه؟
ايا د خپل ولس وژلو، د وطن خرڅولو ته وطن دوستي ويل کېږي؟
کله چې د دوی شل کلنه د غلامۍ او وحشت دوره پای ته و رسېدل، له دې ولس څخه راپورته سوی سپېڅلی ځواک و توانېدی چې د خپلو ځانونو په قربانولو سره د دې ولس او د دې خاورې ساتنه وکړي او افغان ولس يې يو ځلي بيا د امن، سولې او آزادۍ په ستر نعمت سره ونازول، د يو آباد او متحد افغانستان خښته يې کښېښودل، ولس په آرامه او آزاده فضا کښي ساه واخيستل نو هغه تښتېدلي ټاميان له بهره د وطن دوستۍ نغارې را ډنګوي تر څو دغه امنيت خراب سي، بيا ځلي يرغل ته لاره جوړه کړي او همدې بيا ځلي يرغل ته، چور و چپاول ته لاره جوړه کړي، بيا ځلي د دغې خاورې خرڅولو ته د وطن دوستۍ نوم ورکوي او شمالي ټلواله هغه چې يواځې ځان پنجشيريان بولي، افغانيت دې نه مني، اسلاميت دې نه مني، پښتو دې نه مني او يواځې د پنجشير، تعصب او قوميت نعرې له بهره را وهي او هم ورسره ضمن کې د وطن دوستۍ نارې وهي نو حيران سم چې دا وطن دوستي څه ته وايي؟
يوې خواته هغه ځوانان چې د همدې وطن لپاره يې پر ځانو بمونه تړلي وه او د سر په سودا، د خپل ګلورين بشر په نذرانه کولو سره يې د وطن دفاع وکړه، ولس يې آزاد کړ او اوس ولس په آزاده فضا کې د امن تر سيوري لاندي ساه اخلي، د همدې ځوانانو د قربانۍ ثمره ده او همدوی زموږ اتلان دي او همدوی اصل کې وطن دوسته دي او همدې ته وطن دوستي وايي نه هغوی چې يرغل ته چکچکې کوي، د يرغلګرو پر ټانک سپاره راغلي وه خو د يرغلکرو طيارو پسي ځړېدلي ولاړه، بيا هم د يرغلګرو د راتګ چيغې وهي.
غلاوې ولس وژنه يې هدف وو، ولس يې قتل عام کړ، په تعصب کې غرق او د دې خاورې د ټوټه کولو خواهش لري هغوی ته وطن دوسته نه بلکې وطن فروش ويل کېږي.
لږ دې تعريفونو کې فکر وکړئ، د دوی شعار او کردار مقايسه کړئ چې څه وايي او کوي څه؟

ځواب پریږدئ

Exit mobile version