ليکوال: عبدالله زاهد

له کوم وخت څخه چې افغانستان کې امارت اسلامي حاکم سوی او د خپلو سرونو په نذرانه کولو، د ولس په همکارۍ يې د نړۍ ظالم قوتونه او امريکا له ملک څخه وشړل، نړۍ ته يې ثابته کړه چې دا وطن اصلي مالکان لري او ورسره يې د اسلام اصلي څېره او تګلاره نړۍ ته وښودله. نو يوې خواته غرب او همکارانو يې د خپلې شرمناکې ماتې د پټولو او د امارت اسلامي او افغانستان سره د خپلې دښمنۍ برقراره ساتلو، د طالبانو د کمزوره کولو، سيمه کې د امن خرابولو او نورو شومو اهدافو لپاره بيا ځلي پلانونه جوړ کړه، د دې پلانونو د عملي کولو لپاره يې دوې ډلې چې د طالبانو سره کلونه جنګېدلي وه او دغه دوې ډلې له وخته د غرب جاسوسان او همکاران وه چې د نوې پروژې لپاره يې بيا ځلي انتخاب کړل:

۱- شمالي ټلواله چې همېش يې تعصب کړی او د افغانستان د وېش خوبونه ويني.
۲- داعش چې د اسلام په نامه د غرب يوه دسيسه ده.

خو الحمدلله اسلامي امارت چې د ولس له منځه ولسي او اسلامي نظام دی نو يې دغه دواړې ډلې د خپل حکومت اولو کې وځپل او له دې سپېڅلي خاورې څخه يې د دوی صفايي وکړه، ولس امن او آزادۍ کې خپل ژوند ته ادامه ورکړه خو شمالي ټلوالې بهر له ملکه د غرب او فرانسې او نورو د اسلام او افغانستان دښمنانو ملکونو کې مظاهرې او غونډې شروع کړې تر څو د غرب هغه پلان چې ورکول سوی پر مخ يې بوځي او دلته داخل کې يې څه لوچګان د تېر حکومت د څه پيسو او تعصب په شعارونو سره وهڅول چې پنجشير کې د اسلامي امارت مخالفت وکړي، خو په ډېره کمه موده کې سپېڅلو ځواکونو هغوی ختم کړه او ورسره يې د داعش خراسان ريښې هم په ډېره کمه موده کې وکښلې.
دلته يوه خبره ضروري ده چې بايد و يې کړم او هغه دا چې د شمالي ټلوالې شعار پر ډيموکراسۍ، د غربي آزادۍ، وطن پرستي يا پنجشير پرستي، د افغانستان پر تجزيې او د اسلامي اصولو پر مخالفت ولاړ دی او د داعش شعار د اسلامي خلافت، د اسلام له نامه استفادې او اسلام ته پر خدمت ولاړ دی، که څه هم ټول پوهېږو چې دوی خوارج دي نو بيا د دوی اړيکې څه ثابتوي؟
يو تعصبګر ډيموکراتيک حرکت له خلافت سره دوستي په کومه معنا؟
خو همدا د دوی پروژه او يو بادار (غرب او امريکا) ثابتوي چې دواړو ته يې يوه پروژه د اسلامي امارت مخالفت، سيمه کې ګډوډي او د افغانستان اتحاد او يووالي ختمولو لپاره ورکړې.
په ۲۰۲۱ د اکتوبر مياشت کې شمالي ټلوالي په پاريس ښار کې د ايپل ټاور لاندي په ښکاره له داعش څخه ملاتړ اعلان کړ او خپلو پلويانو ته يې امر وکړ چې د داعش ملاتړ وکړي.
د فريد په نامه دغه کس د احمد مسعود له نږدې کسانو څخه دی، دغه کس د شمالي ټلوالي او داعش مشترکې ګټې په ډيرې سپين سترګي سره بيانوي، وايي:
موږ ولي له داعش څخه ملاتړ ونه کړو؟
دا ټولو ته څرګنده ده چې شمالي ټلواله د فرانسوي استخباراتو DGSI سره ژورې اړيکې لري او دغسي څرګندونو ته د فرانسې په زړه کې په عامه د داعش کمپاين ته مه په فکر کې کېږئ ځکه داعش هم د همدې غرب او امريکا ګډه پروژه ده او د ټلوالې دغه خبرې او د دوی دغه ملکرتيا او يو له بل سره کومک امر اصل کې همدوی ورته کوي.
د داعش څخه د فرانسې د ملاتړ او اړيکو خبره يوازې تر دې کچې نده محدوده، د ۲۰۱۶ ميلادي کال په جون مياشت کې د اروپا او فرانسې يوې معتبرې او مهمې ورځپاڼې لوموند او د ترکيې اناتولي خبري آژانس په عراق او سوريه کې د داعش ډلې څخه د فرانسې د لافاژ په نوم د سمنټو د يو توليدي او تجارتي شرکت اړيکې او حمايت افشا کړ، په دې راپور کې په ډاګه سوې وه چې ياد شرکت د فرانسې استخباراتي سازمانونو هم په دې اړه په جريان کې اچولي و خو فرانسوي استخباراتو نه يوازې دا چې ياد شرکت ته يې د داعش سره د اړيکو او حمايت د جرم په اړه خبرداری نه وو ورکړی بلکې په پټه يې د دې شرکت له لارې د داعش سره خپلې مخفي اړيکې هم جوړې کړې وې. دې شرکت داعش ته د تونلونو او پټنځايونو د جوړلو لپاره سيمنټ ورکول. اصل کې فرانسوي استخباراتو DGSI غوښتل د داعش خراسان صفونو کې د شمالي ټلوالې له لارې نفوذ وکړي. داعش ډله له اوله د امريکا، فرانس، اسراییلو او د سيمي د هېوادونو د استخباراتي لوبو بهترينه آله ده او دا نړۍ ته په عراق او شام کې ښه ثابته سول.
اوس د غرب لپاره داعش خراسان ځکه زيات اهم سو چې دلته افغانستان کې د يوې شرمناکې ماتې سره مخ سوه نو ضرور به دوی د امارت اسلامي مخالف روزي، او نفوذ به پکښي کوي.
تاسو کله فکر کړی چې داعش ولي همېش د مسلمانانو سره په جګړه وي؟
په نامه د اسلامي خلافت خو کردار يې ټول د اسلام مخالف او همېش د مسلمانانو او د نړۍ د مجاهدينو سره په جګړه بوخت وي؟
ايا د دوی دغه کردار د دوی غلامي او د غرب دسيسه نه ثابتوي؟
چيري چې يې خوښه وي هلته يې د مجاهدينو مقابل کې جنګوي او داعش يې جوړ کړی د همدې لپاره دي چې نړۍ کې جهادي ډلې پخپله په مسلمانانو او د مسلمانۍ او جهاد په نامه ختمې کړي، تاسو د داعشي خوارجو تېر تاريخ ته وګورئ چې هر ځای دوی د مجاهدينو سره په جګړه بوخت دي.
همدلته افغانستان کې داعش خراسان له پاکستان څخه راځي او افغانستان کې جنګېږي، پاکستان کې ډيموکراسي، وحشي نظام، او داسي د اسلام مخالف کار نسته چې نه کېږي خو دوی له پاکستان څخه راځي دلته جنګېږي، له تاجکستان څخه راځي دلته افغانستان کې د يوه اسلامي نظام سره جنګېږي، داسي يو اسلامي نظام چې ټوله نړۍ کې يې ساری نسته؛ اسلامي احکام تطبيق سوي، حاکمان يې ټول د نبي کريم ﷺ وارثان دي خو دوی ټوله نړۍ پرې ايښې او راځي دلته جنګېږي، ځکه دوی د اسلام نه بلکې د غرب لپاره جنګېږي.
هندوکش اسناد خپاره کړي چې پکې ویل شوي: «د ۲۰۲۲ د اګست په مياشت کې د ټلوالې مهم غړي او د ملي مقاومت شورا کې د مشرقي شورا مسؤل حضرت علي او زوی يې په پېښور او اسلام اباد کې د شمالي ټلوالې او داعش د روابطو او دوه اړخيزه همکاريو د تنظيم په چارو بوخت دي، د دې مجلسونو او توافقاتو په اساس به دوی په مشترک ډول په افغانستان کې د بريدونو لپاره مالي او تسليحاتي امکانات برابروي.
دغه ناستې اکثره د ملک زرين او حاجي حيات الله په همکارۍ او منځګړيتوب ترسره کيدلې.
ایوب زرین د محمد زرين زوی چې د کنړ ولایت اسمار ولسوالس میاګو کلي اصلي هستوګن دی او اوس مهال د پاکستان خيبر پښتونخوا د باجوړ مسکیني سيمې په سالار زو کلي کې اوسیږي، اکثره وخت اسلام آباد او د کراچي ښارونو ته سفرونه کوي. نوموړی د شمالي ټلوالې له خوا د کنړ ولایت لپاره تش په نوم والي وو.
یاد شخص په مسکیني سیمه کې په ۱۴۴۵/۴/۲۵نېټه د داعش خراسان څانګې له لوړې کچې مسؤلينو سره ملاقات کړی و.
د دې ناستو په دوام په ۲۰۲۳/۰۳/۲۰ نېټه په اسلام آباد کې د داعشي خوارجو، شمالي ټلوالې او د تير نظام د ځينو نظاميانو تر منځ بله ناسته هم وشوه او په دې توافق سره وشو چې د اسلامي امارت پر ضد به په افغانستان کې د داعش ډلې تر نامه لاندې فعالیتونه ترسره کوي او د ځينو بريدونو پړه به داعش ډله په غاړه اخلي.
د يادې غونډې په تعقيب سره په اسلام آباد کې په ۲۰۲۳/۰۶/۰۵ نېټه د داعشي خوارجو او شمالي ټلوالې ترمنځ بله ناسته د مشرقي زون د شمالي ټلوالې او داعشي خوارجو د مسؤلينو تر منځ ترسره شوه چې د حضرت علي نماينده ګل کريم شاړي هم پکې ګډون درلود.
د داعشي خوارجو او شمالي ټلوالې ډلې قوماندانانو او محلي نظامي مسؤلينو اوسمهال په پټه له يو بل سره د همکارۍ په بخش کې ځيني پرمختګونه هم کړي دي.
د قومندان امان الله په نوم د شمالي ټلوالې يو مسؤل چې په مشرقي سيمو کې د شمالي ټلوالې لپاره پټ فعاليتونه ترسره کوي اوس يې د داعشي خوارجو سره هم اړيکې جوړې کړې دي او په همدې موخه يې ايران او پاکستان ته څو ځله پټ سفرونه او هلته له داعشي مسؤلينو سره ليدنې ترسره کړې دي او د قاري قسيم خراساني په نوم د شر او فساد ډلې يو محلي قومندان هم د داعش ډلې سره بيعت کړی دی.
د هندوکش د معلوماتو پر اساس چې د استخباراتو لوی رياست له خوا د عجب ګل په نوم د ټلوالې يو غړی ونيول شو چې اصل کې د کابل ولايت اوسيدونکی دی، نوموړي په خپلو اعترافاتو کې په ډاګه کړې چې د داعش ډلې سره يې د شمالي ټلوالې د مسؤلينو په اجازه او خوښه اړيکې او همکاري کوله.
همدا راز هندوکش ته په رسیدلو معلوماتو کې دا هم په ډاګه شوې چې د استخباراتو لوی رياست په ۲۰۲۳ سپتمبر مياشت کې په بدخشان ولايت کې د داعش يوه ۱۳ کسيزه عملياتي شبکه ونيوله، په دې نيول شوو کسانو کې يو يې د داعشي خوراجو په منځ کې د شمالي ټلوالې د مقاومت جبهې نماينده و چې د دواړو باغي ډلو تر منځ يې اړيکې تنظيمولې او د داعش د موټر او نورو بريدونو لپاره يې پوځي وسايل او لوژستيکي اکمالات برابرول.
همدارنګه د داعش ډلې يو غړی حبیب الله د نظرمحمد زوی چې د کابل ولایت اصلي اوسيدونکی دی، په ۱۴۰۱/۴/۲۱نېټّه په کندز ولایت کې د داعشیانو پر مرکز د علمیاتو په ترڅ کې د تاجکستان او ازبکستان خاورې ته د راکټونو توغولو په تور ونیول شو.نوموړي د تحقیق په جریان کې اعتراف کړی، چې د بي ام یک توغندیو مرمۍ له پنچشير او اندراب څخه د شمالي ټلوالې د قومندانانو له لوري ورته انتقاليدلې.
موږ ته په را رسېدلو معلوماتو کې دا هم ویل شوي چې د استخباراتو لوی رياست د ځينو نورو نيول شویو داعشي خوارجو څخه په تحقيقاتو کې معلومات تر لاسه کړي وو چې په بدخشان کې يوه ډله د شمالي ټلوالې جنګيالي فعال وه چې مخکې يې په داعشي خوارجو کې فعاليت درلود، د نيول شوو کسانو د اعترافاتو په اساس د دې ډلې ځينې کسان د اسلامي امارت د مجاهدينو په عملياتو کې له منځه ولاړل، يعني په ټوله کې داعش او شمالي ټلواله په بدخشان او نورستان ولايتونو کې ځينو توافقاتو ته رسيدلي دي؛ يو له بل سره عملياتي او استخباراتي اړيکي او همکارۍ لري»
د شمالي ټلوالې او د داعش دا ډول همکاري په دې معنا ده چې دوی دواړه په ګډه د امريکا، غرب پروژې دلته افغانستان او سيمه کې پر مخ وړي، د شمالي ټلوالې په ذريعه د فرانسې او غرب په خوښه داعش کې نفوذ کول او بيا د دوی په توسط په منځنۍ آسيا کې خپل اهداف تر لاسه کول او منځنۍ آسيا کې خپل حريفانو ته سر درد جوړول؛ خو الحمدلله چې دوی په دې پلان کې بريالي نه سوه او د اسلامي امارت له خوا ډېر ژر له منځه يووړل سوه او اجازه ور نه کړل سوه چې افغانستان دې يو ځلي بيا د پرديو استخباراتي جګړو ميدان وګرځي.
په ۲۰۲۳ اګست مياشت کې د داعش ډلې اړوند العزائم خپرندویې ادارې د پيغام تر عنوان لاندې يو ۱۴ صفحې مطلب نشر کړ، په دې پيغام کې داعش له شمالي ټلوالې، د پنجشير له خلکو او د نورو شمالي ولايتونو له خلکو څخه مرسته غوښتې وه، په داسې حال کې چې داعش په افغانستان کې د نوي استخدام او جلب او جذب له جدي مشکل سره مخ دی؛ په دې پيغام کې داعش په ډير ماهرانه ډول د مقاومت جبهه او د پنجشير ولس د اسلامي تاريخ دنګ منارونه بللي و او دوی يې هغه څوک ياد کړي چې تل يې د اشغالګرو په وړاندې خپلې تورې له تيکي څخه را ايستلي دي، په دې ترتيب داعش دوی په خپل زعم اسلامي وحدت او اخوت ته هڅوي او ترې په صراحت غوښتنه کوي چې له دوی سره يو ځای شي.
دا چې داعش او ټلواله سره يو سوي، همکاره سوي او د يو و بل مرستې ته په هر صورت ولاړ دي خو شعارونه يې بلها توپير سره لري مګر بيا هم سره يو دي وجه يې دا ده چې دواړه د غرب پروژه يان دي او يوه پروژه ورکول سوې چې د امارت اسلامي مخالفت، سيمه کې د غرب د اهدافو لپاره کار کول او افغانستان کې شته امنيت خرابول. شعارونه يې يواځې پر ژبه دي د مسلمان ولس د څېر ايستلو په پار خو اصل کې يې کردار کې ثابته کړې چې څومره غرب ته وفاداره دي. بله خبره دا ده چې دوی دواړې ډلې داعش او ټلواله دلته د اسلامي امارت له خوا پوره ځپل سوي، د ضعف آخري درجې ته رسېدلي ځکه يې له يو بل سره مالي او تسليحاتي مرستو امر بادار ورته کړی، ځکه هغوی پوهېږي چې د اسلامي امارت مخالفت نه يواځې داعش او نه هم يواځې ټلواله کولای سي خو دوی هېروي چې داعش و ټلواله نه بلکې د اسلامي امارت سره خو شل کاله د نړۍ سوپر طاقتونه وجنګېدل خو بيا هم ونه توانېدل چې امارت اسلامي ختم کړي نو اوس به دوی څه وکړي؟
هيڅ هم نه! بلکې همداسي به ځپل کېږي، ورکېږي او د دوی د بادارانو هغه شوم اهداف به هيڅکله دلته عملي نه سي کړلای.
د شمالي ټلوالي غړي پخواني نظاميان دي چې د اکثره ملکونو جاسوسي کړيو سره روابط لري او سفرونه کوي. اوس د شمالي ټلوالې و د داعش يو ځای کېدل په سيمه کې نورو ملکونو ته هم خطر جوړېدلای سي، ځکه دوی اوس يو و بل سره مالي او تسليحاتي مرستې کوي نو کېدلای سي دې ملکونو کې داعش ته کار وکړي، وسلې او مهمات ورته برابر کړي تر څو داعش دې ملکونو کې بريدونه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version