د افغانستان د تېر وخت کیسه اوږده ده او دې اتل ملت په خپل عمر کې له بېوزلۍ او ویجاړۍ سره ژوند کړی، چې په دې اسانۍ سره د هېرولو وړ نه دی او نه هم په دې اسانۍ سره د هغو مرتکبین او عاملین بښل کېږي.
که څه هم اوس د ظهور او ودانۍ دور دی او په اوسني حکومت کې خپلواکي او آزادي په ځلانده توګه څرګندېږي، خو دا لا د لارې پيل دی او کلونو کلونو دردونو ته په تدریجي توګه مرهم اېښودل کېږي او ارام به ومومي.
خو سره له دې، د تېرو مصیبتونو او ویجاړیو هماغه لاملونه(مخالفین) لا هم د حضور او بېرته راتګ نارې وهي او نیت نه لري چې د دې ملت له سر څخه لاس واخلي تر څو د زړه آرام ولري. دا تښتېدلې او له هېواد بهر مېشته ډله چې د دې ملت ارزښتناک عمر او ګران بیه فرصتونه یې غلا کړل او د هغو پر ویجاړیو یې د خپلو زړو ارمانونو ماڼۍ ودانې کړې، لا هم باور لري چې دا ملت یې ملاتړی او تر شا ولاړ دی.
خو دا یې هېر کړي چې سابقه یې توره او ادعاوې یې خالي دي؛ که څه هم یو څوک (د احمد مسعود په نوم) د میراث خورۍ ادعا وکړي او د خپلو پلرونو لاره سپېڅلې وښيي او بل (لکه میثم نظری) د بېرته راتګ دعوه وکړي او د اوسني حکومت د پای ته رسېدو د نږدېوالي خبر ورکړي، خو شک نشته چې لاره یې تړلې ده.
د دې ټکي د روښانه کولو لپاره باید وویل شي، چې یو مسیر تر کومه حده غلط وي او یا که په تېر کې اول په سمه لاره روان وي خو په لاره کې بې لارې شوی وي، نو په یقین سره لازمه ده چې د هغې لارې پیروان او دوام ورکوونکي د هغې لارې د صحت او سموالي او همدارنګه د خپلو وړتیاوو او صلاحیتونو پر بنسټ د میراث خورۍ ادعا وکړي او د لارې په دوام کې د لومړي کس په پلونو باندې قدم کېږدي.
نه دا چې د تېرو خلکو لاره او تګلاره ځان او خپلو خپلوانو ته یو میراث وښيي، چې هېڅوک د لاس وهنې حق پکې نه لري او په هره طریقه چې وي یوازې دوی خپله کنټرولونکي او مدیران وي.
احمد مسعود یو ځوان دی چې په یو انجام شوي کار کې واقع شوی او بې له دې چې هېڅ میداني تجربه ولري او یا یې په سختو شرایطو کې د درنو پایلو بار ګاللی وي او له دې لارې خپل اوسني مقام ته رسېدلی وي، یوازې د خپل پلار په نسبت سره یې اوسنی مقام ترلاسه کړی او همدا مسئله لامل شوې چې ځان میراث خور او انحصارګر وګڼي.
له همدې ځایه څرګندېږي چې دا په ظاهره د خواخوږۍ ادعاوې په حقیقت کې د ځانګړو کسانو د جیبونو ډکولو لپاره یوه غوړول شوې سفره(دسترخوان) ده، نه د پراخو اهدافو او لوړو آرمانونو د تحقق لپاره.
همدارنګه هغه کسان چې سابقه یې د تورې شپې په څېر ده او هېڅ رڼا پکې نه لیدل کېږي، نن لویې لویې ادعاوې کوي او په وطن کې د اوسني وضعیت د بې ثباتۍ په لوري د بدلون په لټه کې دي. دا ټول کسان د یوه ځنځیر حلقې دي او د لیدلوري، بیان او لویو خبرو په برخه کې د میثم نظري او د دغو ګوندونو د نورو وابسته کسانو ترمنځ هېڅ توپیر نشته.
که له دې ټولو ادعاوو تېر شو او د واکمنو پېښو له زاویې څخه د مخالفینو د اوسني وضعیت حقیقت ته وګورو، دې پایلې ته رسېږو چې خپله دوی د نابودۍ او نېستۍ د څنډې په سر پراته دي او څومره چې هڅه کوي د یو محور شاوخوا راټول شي او په لاسونو کې له ډکو توکو سره راووځي، تر څو د دې ملت او دولت پر ضد کومه نقشه جوړه کړي، خو هڅې یې بېځایه دي او په حقیقت کې شخصي ګټه غوښتنې یې په سترګو کې خاورې شیندي.
که له دې تېر شو، په یوه خوا او د هرې حلقې دننه او تر هر نوم لاندې څو څو ناویلې کیسې او پټې دسیسې هم شتون لري چې د دوی د حلقو تشوالی او بې ځایه والی ښيي. په ظاهر کې هر ډول هڅه چې وکړي او په هر ډول ناستو او کنفرانسونو سره ځانونه د هر ډول پلان لپاره چمتو وښيي، خو د زړه تل یې خالي دی او د ډک زړه خبرې یې له خولې نه راوځي.
شک نشته چې دا نامبارکه ډله د کرښې پای ته رسېدلې او نږدې ده چې د غربت په دیار کې د تاریخ په یو هېر کونج کې د یو هېواد د تر ټولو بدو، مفسدو او خاینانو خلکو په نوم خاورو ته وسپارل شي او د دوی کرکجن او تفرقهاچوونکی غږ د خلکو له غوږونو څخه ورک شي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


