د سوریې بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دغه هېواد ولسمشر احمد الشرع، ابراهيم عبدالملک علبي د ملګرو ملتونو لپاره د سوريې دایمي استازی او فوق العاده سفیر ټاکلی دی.
سرچينه وايي، علبي د بريتانيا او جرمني تابعيتونه لري او د حقوقو او عامه پاليسۍ په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي دي.
نوموړي تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي کمېشنر دفتر او همداراز د وکيلانو نړيوالې اتحاديې د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.