الجزیرې خبري شبکې د نایجیریایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په شمال کې نا څرګندو وسلهوالو پر یوه جومات برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۷ کسانو ژوند بایللی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، چې دا پېښه د سهشنبې (د زمري، ۲۸مې) په سهار د دغه هېواد د کاټسینا ایالت د «اونګوان مانتائو» کلي کې د سهار لمانځه د جماعت پر مهال رامنځته شوې ده.
سرچینې د عیني شاهدانو لهقوله لیکلي: «وسلهوال جومات ته ورننوتل او پر لمونځ کوونکو یې بېدرېغه ډزې پیل کړې.»
تر دې مهاله د دې برید مسؤلیت کومې ډلې نهدی منلی.