د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې (کتائب القسام) ویاند ابو عبیده ویلي چې د عيدان الکسندر نومي اسرائیلي بندي د اوسېدو پر ځای د صهیونیستي رژیم له بمبارد وروسته یې د نوموړي له ساتونکې ډلې سره اړیکه پرې شوې.

ښاغلي ابوعبیده پر خپل ټیلیګرام چینل لیکلي: «اعلان کوو چی د عیدان الکسندر د ساتنې پر ځای له برید وروسته مو له هغوی سره اړیکې پرې شوي. موږ لا هم له هغوی سره د اړیکې ټینګولو په هڅه کې یو.»

دا خبر داسې مهال خپریږي چې صهیونیستي اسرائیلو پر غزې تړانګې خپلو هوايي او ځمکنيو بریدونو ته زور ورکړی، چې ورسره د اسرائیلي بندیانو په اړه یې اندېښنې راپورته کړې دي.

حماس غورځنګ له دې وړاندې په وار وار ویلي چې صهیونیست رژیم په لوی لاس د صهیونیستي بندیانو د اوسېدو پر سیمو بریدونه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version