د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو له امله ۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۰ نور ټپیان شوي.

د ياد وزارت په خبره، په دې سره د جګړې له پیل (د ۲۰۲۳ د اکتوبر ۷مې) راهیسې د شهیدانو شمېر ۷۲ زره ۳۳۳ او د ټپیانو شمېر ۱۷۲ زره ۲۰۲ تنو ته رسېږي.

صهيونيستي رژيم د غزې د اوربند له هوکړې راپه‌دېخوا هم نږدې هره ورځ د غزې پر بېلابېلو سیمو بريدونه کوي، چې په ترڅ کې یې تر دې دمه سلګونه کسان شهیدان او زرګونه نور ټپيان شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version