د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ویاند جلالالدین شمس رسنیو ته ویلي، چې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اېستنې بهیر له پیلېدو راهیسې، نږدې ۲۰۰ زره سیمکارتونه یې په وړیا ډول راستنو شویو کډوالوته وېشلي دي.
د نوموړي په خبره، دغه سیمکارتونه د کډوالۍ کارت پر اساس او د څلورو میاشتو لپاره موقتي ورکړل شوي، څو راستنېدونکو ته د اړیکو اسانتیا برابره شي.
د یادونې ده، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج له پیلېدو سره سم سرپرست حکومت دوی ته له مخابراتي چوپړتیاوو سربېره په ګڼو نورو برخو کې هم خدمات پیل کړې دي.