د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې پر ختیځ «شجاعیه» سیمه کې د صهیونیستي رژیم په توپچي بریدونو کې د حماس غورځنګ د مرکچي پلاوي مشر خلیل الحیه دوه وریرونه شهیدان شوي دي.

راپور زیاتوي، ایمن عبدالسلام الحیه او ورور یې معاذ هغه مهال په نښه شوي، چې د سون توکو (خشاک) د راټولولو او د خپل پلرنۍ مېنې د کتنې لپاره له خپلو خېمو وتلي وو.

راپور کې راغلي، چې د الحیه کورنۍ له دې وړاندې هم درانه تلفات ورکړي؛ د دغو دوه شهیدانو بل ورور، اشرف عبدالسلام الحیه، په ۲۰۰۳ کال کې شهید شوی، او څلورم ورور یې بیا دوه ځله سخت ټپي شوی دی.

راپور وايي، چې د غزې په روانه جګړه او تر دې وړاندې د خلیل الحیه د کورنۍ ۳۳ غړي شهیدان شوي دي.

د یادونې ده، چې غزه کې د راونې جګړې له پیل راهیسې د حماس غورځنګ د لوړپوړو مشرانو او د هغو د کورنیو د غړو په ګډون تر ۲۰۰ زره ډېر فلسطینیان شهیدان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version