د الجزيرې خبري شبکې د راپور له مخې د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر نن يکشنبه سعودي عربستان ته ځي.

الجزيره وايي سرچینو د شنبې په ورځ رسنیو ته ويلي، چې ښاغلی الشرع به دوه ورځې په سعودي عربستان کې وي او تمه کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه به خبرې وکړي.

تحريرالشام غورځنګ چې مشري یې احمد الشرع کوله له کلونو مبارزې وروسته د روان کال په قوس مياشت کې د بشارالاسد رژيم وپرځاوه‌ او تر څو مياشتې موقتي ادارې جوړولو وروسته دوه ورځې وړاندې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

یاده دې وي، چې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته الشرع ته د مبارکۍ پیغامونه استولي او هغه ته یې د بریالیتوب هیله کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version