سانا د سوریې رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع نن په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته ځي.

دا سفر چې د خلیجي هېوادونو د دورې پیل دی، موخه یې له سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې وروستي وضعیت په اړه خبرې کول دي.

بلخوا، اروپایي ټولنې هم الشرع ته بلنه ورکړې چې راتلونکې اونۍ قبرس کې د اروپایي شورا سرمشریزه کې ګډون وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version