د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې تر ۳۸ زرو زیاتې ښځې او نجونې شهیدانې شوي او له ۱۱ زرو ډېرې نورې د تل لپاره معیوبې شوې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د قربانیانو رښتینی شمېر ښایي تر دې هم لوړ وي؛ ځکه ډېر جسدونه لا هم تر کنډوالو لاندې دي او د ثبت سیسټمونو نشتوالي له امله د شهیدانو او ټپیانو کره شمېرنه ستونزمنه شوې ده.
د راپور له مخې، په غزه کې جګړه نه یوازې د ویجاړۍ لامل شوې، بلکې د دې سیمې روغتیایي سیسټم یې هم د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ کړی دی.
اوسمهال روغتونونه په خورا سختو شرایطو کې فعالیت کوي او د طبي امکاناتو له جدي کمښت سره، سره د بې شمېره ټپیانو او ناروغانو له ګڼې ګوڼې سره لاس او ګرېوان دي، چې دې وضعیت طبي خدمتونه تر ټولو ټیټې کچې ته راوستلي دي.
بلخوا، د غزې سولې شورا رئیس نیکولای ملادینوف د غزې وضعیت بوږنوونکی بللی او ویلي یې دي چې د صهیونیستي رژیم لخوا پر بنسټیزو توکو لګول شوي محدودیتونه او د ټرانسپورټي وسایطو نشتوالي د مرستو رسولو لاره ډب کړې ده.
