وروسته له هغه چې د ټرمپ لخوا له امریکا څخه بهر د مرستو د لېږد پروسه وځنډېده، د آمو ټلویزیون هغه یو لک ډالري بودجه هم بند شوه چې هره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا ورکول کېده او دا یې د افغانستان له خلکو سره مرسته بلله.

له بل لوري د افغانستان انټرنشنل هغه برخه پیسې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا له افغانستان سره بشري مرستو په نوم ورکول کیدلې هم بندې شوې دي او ياد ټلويزيون یې له خطرناکو مالي ستونزو سره مخ کړی دی.

د ټرمپ له لوري د بندیزونو په ټس کې ټولو هغو رسنیو او د بشر حقوقو په نوم مدني ټولنو ته د مرستو د بندېدو ایمیلونه رسېدلي چې د پرځېدلي جمهوريت وروسته د امریکا له خوا له مالي اړخه حمایه کیدلې، او اوس مهال د افغانستان د دین، آزادۍ او آبادۍ په ضد په نشراتو بوختې وې.

د يادونې وړ ده چې په دې بندیز کې د بشري حقونو او مدني ټولنو هغه سازمانونه هم شته چې د افغانستان په ضد په پروپاګند او تخریب لګیا دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version