د جمعیت او جنبش ګوندونو ترمنځ تاریخي اختلافات د قدرت په وېش کې ژورې رېښې لري؛ جمعیت د احمد شاه مسعود په مشرۍ د تاجکو ترمنځ یو پیاوړی سیاسي ځواک وو، په داسې حال کې چې جنبش د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ازبکو خپلواک نظامي ځواک ګڼل کېده.

د ټوپک سالارانو د حکومت پر مهال، د دوی مخالفتونه د سیمه‌ ییز واک پر سر زیات شول؛ چې وخت په وخت په نظامي شخړو بدل شوي؛ اوس د طالبانو د بیا راتګ او د مقاومت جبهې په جوړېدو سره دغه پخواني اختلافات بېرته راژوندي شوي.

دوستم او پلویان یې باور لري چې مقاومت جبهه د تاجکو له لوري د واک نیولو یوه نوې هڅه ده او د دوستم پر وړاندې د احمد مسعود وروستي ګامونه همدا تاریخي شخړې او د قدرت په وېش کې د ازبکو او تاجکو تر منځ توپیرونه بیا ځل څرګندوي.

نږدې یوه میاشت مخکې، د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ورځې په لمانځغونډه کې چې آنلاین ولمانځل شوه، دوستم په خپلو ویناوو کې د مقاومت جبهې او پنجشېر درې پر وړاندې خپل توند دریځ په ډاګه کړ؛ هغه مقاومت جبهه په دې تورنه کړه چې ازبکان يې له پامه غورځولي او ټول افغانستان ته د پنجشېر درې له عینکو ګوري.

اصلي خبره څه وه چې دوستم يې راپارولی دی؟

احمد مسعود ته نږدې د مؤثقو او باوري سرچینو راپورونه ښیي چې څه موده وړاندې احمد مسعود مسکو ته سفر کړی وو؛ په دې سفر کې هغه له روسانو سره په خبرو کې د دوستم په اړه هم بحث کړی وو او روسانو ته یې ویلي وو چې دوستم نور له کاره غورځېدلی دی او نه شي کولی د طالبانو په وړاندې اغېزمن سیاسي او نظامي فعالیتونه ترسره کړي.

احمد مسعود په خپلو خبرو کې دا هم ويلي وو چې د دوستم زياتره پخواني جنګسالاران قومندانان او ملګري تيار دي چې له مقاومت جبهې سره يو ځای او د طالبانو په وړاندې فعاليت وکړي.

احمد مسعود روسان هڅولي وو چې د دوستم سره د ليدنو او مرستو پر ځای دې احمد مسعود او مقاومت جبهې ته پاملرنه زياته کړي؛ له سفر څخه د راګرځېدو سره سم احمد مسعود او ملګرو يې د دوستم له ځينو پخوانيو قومندانانو او ملګرو سره تماسونه نيولي وو چې له ده سره يو ځای شي او د پوره مرستې او ملاتړ ډاډ يې هم ورکړی و؛ له دې ټول وضعيت څخه دوستم خبرېږي، دوستم د روسانو سره هم تماس نيولی او هم يې مقاومت جبهې په وړاندې خپل اعتراضونه ښودلي وو.

هندوکش‌غږ ته د مؤثقې سرچينې څخه رارسېدلي معلومات ښيي چې احمد مسعود په ترکيه کې د دوستم په ځينو هغو ليدنو او فعاليتونو خبر شوی دی چې د مقاومت جبهې په وړاندې يې ترسره کوي او دی باوري دی چې دوستم او ملګري يې په ترکيه کې د ملي مقاومت شوری په نوم (چې احمد مسعود يې هم غړيتوب لري) له ترکيې، روسيې، انګلستان او… څخه ډول ډول امتيازات اخلي خو په دې ټولو ليدنو او امتيازاتو کې يې مقاومت جبهه له پامه غورځولې ده.

همدا وجه ده چې احمد مسعود په خپل سر او تنهايی صورت سره خپل سياسي سفرونه ترسره کوي او نه غواړي چې د مقاومت شوری په ځانګړي ډول عبدالرشيد دوستم ورسره په دې برخه کې شريک او يا هم خبر و اوسي.

سرچينه زياتوي چې په تېره سپتمبر مياشت کې د احمد شاه مسعود د وژنې د ورځې په لمانځغونډه کې هم احمد مسعود د خپلې وينا په مقدماتي برخه کې د دوستم په اړه د مننې او احترام په پار هيڅ هم ونه ويل، سره له دې چې دوستم موجود هم و.

دغه وضعيت دوستم او د دوستم په څنګ کې موجودو کسانو چې باتور دوستم هم پکې شامل وو ونه شو زغملای او بلآخره دوستم په خپله وينا کې هم پخوانی بړاس راوويست او هم يې د پنجشېري ګرۍ په اړه هغه حقايق بيان کړل چې بايد بيان کړي یې وای.

دا وضعيت وروسته له هغه نور هم کړکېچن شو چې کله يونس قانوني د دوستم په وړاندې دريځ ونيوه، که څه هم په خپل دريځ کې يې د دوستم په وړاندې ځينې د احترام کلمات هم ښودل خو په څو مجلسونو کې يې په دوستم باندې له توندو نيوکو سره سره په نوموړي د پنجشېريانو، جمعیت ګوند او تاجکانو احسانونه واچول.

قانوني په ډېر جرائت سره د دوستم مارشالي رتبه او پخوا د نظار شوری پر مهال د دفاع وزارت او نور لوړ پوسټونه د هغه سره د جمعیت او پنجشېر درې د مشرانو احسانونه وبلل، خو دا هر څه په جمعیت ډله کې له مخکې پلان شوي او مشوره پرې شوې وه.

د سرچينو د معلوماتو په اساس احمد مسعود له خپلو ملګرو سره په مجلس کې په دې ټينګار کړی دی چې ظاهرا دې د دوستم په وړاندې د هر ډول تقابل څخه ځان وساتي، خو په پټه بايد د دوستم د کسانو د راجلبولو او له ځان سره د يو ځای کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ځکه د ده په وينا دوستم نور له کاره لوېدلی دی، نه يې په خپل جنبش کې څوک خبرې ته اهميت ورکوي، نه هم خارجيان ورته اوس اهميت ورکوي او بايد نور په سياسي صحنه کې مطرح ونه اوسي.

د سرچينو په وينا که څه هم تازه په يو مجلس کې احمد مسعود دوستم ته ويلي دي چې زه عادت نه لرم چې د کاغذ له مخې وينا وکړم، نو ځکه ستا نوم رانه هېر شو، خو دا چې دوستم ځان د افغانستان يوه مهمه سياسي څهره بولي، په دې باور دی چې دا کار عمدي او قصدي شوی دی او د احمد مسعود دا خبره چې نوم دې رانه هېر شوی دی؛ د ځان لپاره يو بل توهين بولي.

د څېړونکو له آنده د احمد مسعود دا کړنې د دوستم په وړاندې سطحي نه ښکاري، بلکې د يو ژور پلان له مخې دي؛ احمد مسعود چې سر له اوسه د خپل پلار په څېر د شهرت او سياسي انحصار خوبونه ويني غواړي دوستم او د پخوانۍ شمالي ټلوالې نورې مطرحې څهرې څنګ ته کړي او د طالبانو د مخالفت ټول امتيازات په خپل انحصار کې وساتي او کېدای شي دغه اختلافات نور هم ډېر زيات شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version