احمد مسعود چې ځان په ظاهره متمدن او ډیموکرات ښیي، خو په حقیقت کې یې کړنې د ډیموکراسۍ له اصل سره په ټکر کې دي، ځکه چې ډیموکراسي د ولسواکۍ اصل ته وايي، یعنې په ډیموکراسۍ کې خلک پخپله خپل مشران ټاکي، خو که یو کس د بهرنیو استخباراتو په مټ پر ملت وتپل شي او واک ته ورسېږي، دا بیا ډیموکراسي نه، بلکې زورواکي ده.

د احمد مسعود اوسنۍ هڅې په خپله د دې ښکارندويي کوي چې د یوې نامشروع جګړې له لارې واک غواړي. د نوموړي له خوا د ولسواکۍ سمبوليک شعارونه ورکول يواځې د يوه ابزار په توګه استفاده کېږي، ترڅو د پرځېدلي جمهوريت هغه خلک چې په ولسواکۍ یې باور درلوده، يو ځل بیا سره منسجم او د خپلو شخصي ګټو پر محور یې وڅرخوي.

د استخباراتي سازمانونو اوپراتيفي لوبو ته په کتلو سره چې په بېلابېلو وختونو کې یې په هېوادونو کې په لار اچوي، بېلګه یې په افغانستان کې هم واضحه ده؛ دا سازمانونو د احمد مسعود او د هغه د ډلې په توسط د مقاومت جبهې په نوم یوه مجازي ډله جوړه کړې، چې نعره او شعار یې له ملي فکر سره اړخ نه لګوي، بلکې تجزیې ته لار هواروي. د همدې مجازي ډلې په توسط غواړي د افغانستان د ولسونو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي او په لويه کچه بې باوري رامنځ ته کړي.

لوېدیځې استخباراتي ادارې له لسیزو راهیسې د افغانستان په قضیه کې ژور لاس لري. احمدشاه مسعود هم د فرانسوي او نورو بېلابېلو هېوادونو له استخباراتي سازمانونو سره اړيکې لرلې او اوس يې زوی هم د پلار لاره تعقیبوي او تمایل ورته لري. فرانسه د احمد مسعود ملاتړ د خپلو استخباراتي موخو د تحقق لپاره کوي، تر څو د افغانستان د سیاسي معادلو یو اړخ کنټرول کړي.

فرانسه او یا هم د نورو هېوادونو استخباراتي سازمانونه له دې کبله په اسلامي نړۍ کې د خپلواکۍ سياستونه تعقیبوي، چې هلته د اسلامي هېوادونو هغه مشران چې اسلامي او ملي ګټو ته ژمن وي، له صحنې وباسي او پر ځای یې خپل اجنټان واک ته ورسوي تر څو په راتلونکي کې يې هلته ګټې له خطر سره مخ نه شي؛ همدې سناريو ته په کتو فرانسې او د نورې نړۍ استخباراتي سازمانونو پخوا هم غوښتل او اوس هم غواړي چې د يو جنګ سالار زوی احمد مسعود ته د رسنيو له لارې کاذب شهرت ورکړي او د خپلو شومو اهدافو لپاره یې وکاروي.

احمد مسعود چې د غربي هېوادونو له یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره په ډېره اسانۍ ليده کاته کوي او د نړۍوالو غونډو برخه وي، تصادفي نه دي بلکې د استخباراتي سازمانونو له لوري د هغوی له اجنډاوو سره سمې تنظیمېږي.

یو شمېر هېوادونه غواړي د خپلو دغسې نیابتي ډلو په توسط په راتلونکي کې، په افغانستان کې خپل هر اړخیز نفوذ ولري، په همدې خاطر يې د پخواني همفکر او اجینټ احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود د خپل دغه شوم هدف د تحقق لپاره یوه مناسبه څهره انتخاب کړې ده.

د احمد مسعود کرکټر او شخصيت نه د تمدن سمبول دی، نه د ډیموکراسۍ؛ بلکې د لوېدیځ د استخباراتي سازمانونو يو ربوټ دی، چې د افغانستان د نوې نیابتي جګړې د پر مخ وړلو لپاره یې مطرح کوي. ملت باید د داسې ډلو او څهرو په وړاندې له احساساتو نه، بلکې د شته واقعیتونو پر بنسټ وارزوي او د شومو موخو خنډ یې وګرځي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version