اخوان المسلمین غورځنګ په يوه اعلاميه کې د اسرائيل هغه برید وحشیانه جنایت او غادرانه یرغل وباله، چې د حوثي مشرانو پر ضد یې ترسره کړی و.
دغه غورځنګ زیاته کړې، «اسرائيل لا هم په سیمه کې خپل بریدونه روان ساتي، نو له حکومتونو او ولسونو غواړو، چې د اختلافاتو پر ځای یووالي ته کار وکړي، ترڅو د اسرائيل د “نسلوژنې جګړې” پر وړاندې ودرېږو.»
اخوان المسلمين دغه راز ټینګار کړی، چې فلسطین به د امت ګډه او مرکزي قضیه وي، تر څو خپلواکي او ازادي ترلاسه کړي.
ياده دې وي، چې يمن کې پر حوثیانو د اسرائيلي رژيم په بريدونو کې د دوی د کابينې ګڼ شمېر لوړپوړو چارواکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.