د اذربایجان دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد پلازمېنه باکو ښار کې پر یوې بهرنۍ سفارت خونې د برید هڅه ناکامه شوې.
راپور زیاتوي، په دې تړاو درې تنه نیول شوي، چې د داعش له خراسان څانګې سره یې همغږي درلوده.
داعش خراسان چې په وروستیو کلونو کې د افغان حکومت له خوا سخت ځپل شوي؛ وروستیو کې یې د پاکستاني رژیم هر اړخیز ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د ا.ا د مرکزي ویاند له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې دغه ډله دا مهال بلوچستان په مستونګ او د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې روزنیز مرکزونه لري.
د یادونې ده، چې د داعش خراسان څانګه له دغو مرکزونو په استفادې د پاکستان پوڅي رژیم د استخباراتو په ملاتړ سیمه او نړۍ کې بریدونه طرحه کوي.
