د ټولګټو چارو وزارت مسؤلین وایي، اروزګان ولایت کې د ترینکوټ – چورې ٤٢ کیلومتره سړک، د دهراود – بلاغ ٢٠ کیلومتره سړک او د چنارتو – مهرآباد ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې پیل شوې.
د یاد وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، یادې پروژې څه موده وړاندې د ټولګټو چارو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د شاوخوا ١٨.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې.
ښاغلي حقشناس زیاته کړې، چې د یادو سړکونو په ترمیم او داغګیرۍ سره به د ارزګان ولایت او اړوندو ولسواليو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هموارې شي.