وروستۍ تېرې شوې دوه لسیزې د جمهوریت تر عنوان لاندې، په خوږو او غولوونکو شعارونو پیل، خو د فساد په اوج، قتل عام، د کونډو او یتیمانو په اوښکو او له افغان ولس څخه د مفسدو سیاسیونو په تېښته پای ته ورسېدې. شل کاله هېواد او ملت د مفسدینو، جنګ‌سالارانو، قاتلينو او منفورو اشخاصو په لاس کې لکه د بزکشۍ بزغاله تاو را تاو شو، مګر په آخر کې یې میدان په داسې حال کې پرېښوده، چې له خاورو او وینو پرته بل څه هلته وجود نه درلوده.

دا د ونډو نظام، په بُن کې وېشل شوي واکونه، د زور او جبر حاکمیت پای ته ورسېد، مګر تور تاریخ او بدمرغه کیسې یې پای نه لري، د جمهوریت بنسټ د فساد پر شګو ولاړ و، د ولس د ارادو پر ځای د بهرنیانو د خوښۍ کوښښ کېده، د وزارتونو څوکۍ د معاملو په بازار کې وېشل کېدلې، ملي شتمنۍ د شخصي جیبونو خوراک شوې، چارواکي د ملت د ساتنې پر ځای د خپلو کورونو، حسابونو او بهرنیو پاسپورټونو په فکر کې ډوب وو، عدالت یوازې یو نوم و، خو په عمل کې یې رښتینې څهره ظلم، درغلي، فساد او بې‌ عدالتي وه، د ولس غږ هېڅ ارزښت نه درلوده، د بې‌ وزلو حقونه تر پښو لاندې کېدل، حتی د پوځیانو معاشونه او د وژل شویو حقونه خوړل کېدل، دا نظام د ولس د تمې پر ځای د ولس دوښمن ګرځېدلی و.

اوس او وړاندې، وخت او نا‌ وخت خپله د جمهوریت چارواکو په فساد، غلاوو او نورو جنایتونو اعترافونه کړي، له یو او بل یې پردې پورته کړې دي. د هغه وخت د تدارکاتو رئیس الهام هوتکي په خپلو وروستیو څرګندونو کې، یو ځل بیا له یو لړ فسادونو او جنایتونو پرده پورته کړې وه، هغه ویلي وو: په ملي دفاع وزارت کې ٨٠٠ مېلیونه ډالر ورک شول، د خیالي عسکرو معاشونه مشرانو اخیستل، قراردادیانو په عسکرو د خرو او سپیانو غوښې خوړلې، د یو مکتب په جوړولو کې نیم میلیون ډالر غلا کېدله، د يو کيلومتر سړک په جوړېدو کې څه کم يو ميليون ډالر فساد ترسره کېده، د اوبو بندونه د ګاونډيو هېوادونو په فرمایشونو جوړېدل او که ګاونډي هېواد پکې خپل زيان ليده، هغه بند ته د جوړېدو اجازه نه ورکول کېده، جمهوريت د يوه ګند د ځای مثال خپل کړی و او چې هر ځای به دې لټاوه‌ د فساد بوی به ترې پورته کېده.

«د افغان جګړې پټ تاریخ» کتاب لیکوال یو ځای لیکي: افغانستان د پیسو توره کنده وه، د جمهوریت په اوایلو کې یوه پروژه «افغانانو ته د لاس مینځلو د ورښودلو» تر عنوان لاندې پیل شوه، چې ٨٠٠ مېلیونه ډالر شاوخوا مصرف ورباندې راغلی، په سپينه ماڼۍ کې خوښي پرې څرګنده شوه، مګر کله چې موږ افغانستان ته راغلو، افغانانو پنځه وخته اودس کاوه؛ په هرڅه پوهېدل، موږ هک حیران پاتې شوو، خو اوس ډېر ناوخته و. هغه وايي کله به مو چې د جمهوریت د کوم چارواکي د فساد او جرم قضیه مخته وړله، د فساد ریښې یې حتی تر سپینې ماڼۍ پورې رسېدې، دا ډېر مفسد نظام و.

د جمهوریت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر کې وویل: موږ ټولو غلا کوله، نو نظام به څنګه دوام کړی و. په ٢٠٢٢ مکې ظاهر قدیر ویل: د غني، محب او فضلي غوندې خلک د هېواد واکداران وو، جمهوریت به خود سقوط کېده. وايي، په تېر نظام کې فساد او غصب اوج ته رسېدلی و او ټول چارواکي یې د امریکا مامورین وو.

په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار ادارې «سیګار» مشر جان ساپکو هم په خپل راپور کې ویلي وو، چې دولتي چارواکي د افغان ځواکونو له کونډو څخه د جنسي استفادې په لټه کې وو. نن چې د جمهوریت چارواکي پخپله د خپلو خیانتونو، درغلیو او فسادونو اعترافونه کوي، دا ښکاره ثبوت دی، چې د هغوی نظام د ولس پر خلاف ولاړ و، ولس ته د خدمت پر ځای یې خیانت کاوه.

جمهوريت د افغان ولس د زحمتونو، قربانیو او هیلو سوداګر و؛ چارواکي یې د وطن په سر د خلکو په وینو او غوښو ماڼۍ جوړې کړې، خو د وطن د ساتنې توان یې ونه درلوده. اوس یې چې خپله خوله پرانیزي، ملت ته یوازې دا وايي، چې موږ پر تاسې سرچپه حکومت وکړ او بس. دا اعترافونه هغه پټ حقیقتونه بربنډوي، چې ولس کلونه، کلونه په خپلو سترګو لیدلي وو. جمهوریت خپله په خپلو خبرو ځان محاکمه کړ او ولس ته یې وویل، چې موږ ستاسو د تباهۍ لامل وو.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version