رويټرز راپور ورکړی، چې اروپايي ټولنې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو لپاره د ۹۰ میلیارده یورو پور تصویب کړ.

اروپايي ټولنې ویلي، چې دغه پور په راتلونکو ۲ کلونو کې د اوکراین د مالي اړتیاوو د زیاتې برخې د پوره کولو لپاره ورکوي.

دا اقدام په روانه جنوري میاشت کې وروسته له دې کیږي، چې د اروپايي ټولنې مشرانو په تیره ډیسمبر میاشت کې دا غوره کړه چې اوکراین ته د ټولنې په هیوادونو کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په ضمانت د “جبراني پور” په ځای د ټولنې د بودیجې څخه پور ورکړل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version