د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي وایي، عمان ته د دغه وزارت د وزیر، شیخ ندا محمد ندیم درې ورځنی رسمي سفر پای‌ته رسېدلی.

د نوموړي په وینا، ښاغلي ندیم د خپل سفر په لړ کې د عمان د لوړو زده‌کړو وزارت له مسؤلینو سره کتلي او د دغه هېواد د علمي بنسټونو له رهبري پلاوو سره یې په جلا ـ جلا ناستو کې د علمي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د لوړو زده‌کړو وزیر په خپل دې درې درځني سفر کې له عمان مېشتو افغانانو سره هم کتلي، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې اورېدلي او له اړوندو ادارو سره د همغږۍ له لارې یې د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version