د اروپايي کمېسیون مشرې، اورزولا فون در لاین ویلي، چې دغه اتحادیه به د سوریې د بیارغونې لپاره ۷۲۲ میلیونه ډالر دمشق ته وسپاري.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ (جمعه) دمشق ته د سفر پر مهال کړي او زیاته کړې یې ده، چې سوریه د بشارالاسد رژیم پرمهال سخته ویجاړه شوې او دا مهال بیارغونې ته اړتیا لري.
د اروپايي کمیسیون مشرې زیاته کړې چې دغه ټولنه غواړي له سوریې سره د همکاریو د یوه نوي فصل پر پیل هم په لوړه کچه مذاکرات پیل کړي.
د ویلو ده، چې اروپايي ټولنې تېر کال، د بشارالاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته، پر سوریې لګېدلي اقتصادي بندیزونه لغوه کړي او له دمشق سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې بیا پیل کړې دي.
