ټيليګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اروپايي ټولنې د ډېری هېوادونو پوځي مشران په ګرين لينډ کې د ناټو د احتمالي پوځي ماموریت لپاره پلانونه جوړوي.
سرچينې ويلي، دا چمتووالی د ډونالډ ټرمپ له لوري د ګرينلينډ د نيولو له ګواښونو وروسته ترسره کېږي او اروپايي ټولنه غواړي، چې د ياد ماموريت لپاره مخکې له مخکې چمتوالی ولري.
د معلوماتو له مخې برتانوي چارواکو په همدې موخه په وروستیو ورځو کې د جرمني او فرانسې د ولسمشرانو سره د ياد پلان د عملي کیدو لپاره ليدنې کړې دي.
اټکل کېږي، چې د ياد پلان له مخې برتانوي سرتیري، جنګي کښتۍ او الوتکې ګرينلينډ کې د روسیې او چین څخه د ساتنې لپاره ځای پر ځای شي.
