د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون دوشنبه په يوه غونډه کې د روسیې پر وړاندې د اوکراین د ملاتړ لپاره پر نویو کړنلارو د غور لپاره راټول شوي وو، او پر ایران یې نوي بندیزونه هم تصویب کړل.

د ازادې اروپا د ايراني څانګې راډيو فردا د راپور له مخې د اروپايي ټولنې په بندیزونو د ايران هغه شرکتونه او کسان شامل دي چې د ایران د بالستیک توغندیو په پروګرام کې ښکېل دي او دا توغندي او نورې وسلې د اوکراین پر ضد په جګړه کې د کارونې لپاره روسیې ته لېږي.

د يادې راډيو د راپور له مخې، اروپایي ټولنې په دې ناسته کې د ایران سره د ۱۴ تړلو کسانو او ادارو په شمول پر ایران ایر هوايي شرکت، د نویو بندیزونو په اړه هم پرېکړه کړې ده.

راپور زياتوي چې اروپايي ټولنې درې ایراني هوايي شرکتونه، ایران ایر، ماهان ایر، او ساها هوايي شرکت، او له هغو سره دوه تړلي تدارکاتي شرکتونه په خپلو بندیزونو کې شامل کړي دي.

د سياسي شنونکو په وينا پر ايران د اروپايي ټولنې وروستي بنديزونه په ښکاره د اوکراين د موضوع خو په پټه د ايران پر وړاندې د اسرائيلو د ملاتړ په موخه ترسره شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version