د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د ملي پراختیا ستراتېژۍ مسوده له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمیسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تائید شوې.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ملي پراختیا ستراتېژۍ مسوده هغه جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو ملي موخو د تعیین او ترلاسه کولو په پار د ریاست‌ الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ، د اقتصاد وزارت په سکرتریت او د اړوندو سکټوري وزارتونو په ګډه همکارۍ چمتو شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه ستراتيژي د یو باثباته، هوسا او له سیمې او نړۍ سره په ښو اړیکو د سمبال افغانستان لیدلوری لري چې د اسلامي شرعي قانون ټینګښت، د اغېزناکتوب، روڼتیا او د حساب ورکولو اصل تأمینول، د سیمې او نړۍ سره د اغېزمنو او نېکو اړیکو پراختیا، د پایښت لرونکې سولې او عمومي امنیت ټینګښت، کارموندنه او اقتصادي وده، د دیني او ملي ارزښتونو، ځمکنۍ بشپړتيا او د اسلامي حاکمیت ساتنه، د ملي او طبیعي سرچینو د مدیریت اغېزمنتیا لوړول، د بنسټیزو خدمتونو د عرضې ښه‌ والی، د صنعت، سوداګرۍ او خصوصي سکټور وده، د زېربنا پراختیا او سیمه‌ییز اتصال، د ټولنیز خوندیتوب او د ژوند چاپېریال ښه والی يې موخې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version