د سرپرست حکومت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د سرپرست حکومت د ګډون کوونکي هیئت مشورتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت مسؤلینو د هیئت له غړو سره لازم معلومات شریک کړل او د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري ورته لازمې سپارښتنې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې سبا چهارشنبه د ښاغلي برادر په مشرۍ د سرپرست حکومت لوړپوړی پلاوی د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته سفر وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version