د سرپرست حکومت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې د حکومت مشرتابه د ښاري طرحو اړوند د لازمو معلوماتو او تفصیلاتو د خپرولو په تړاو فرمان صادر کړی دی.
په دغه فرمان کې د ښاري ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو د پراختیا، د خدماتو د ښهوالي او روڼتیا په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت، د کابل ښاروالۍ او د ولایتونو اړوند ښاروالۍ مکلفې شوې دي، چې د رسنیو، امامانو، ګذر وکیلانو او نورو مناسبو لارو له لارې خلک له ښاري طرحو خبر کړي.
یاد فرمان کې اړوند ادارې مکلفې شوې، چې هغو سیمو ته پلانونه ترتیب او خپاره کړي، چې تر اوسه یې تفصیلي پلان نه دي جوړ شوي.
د چارو اداره او د فرمانونو تعقیبي او نظارتي ریاستونه به د دې فرمان د تطبیق پر څرنګوالي دوامداره څارنه کوي.
ویل شوي چې، یاد فرمان د توشیح له نېټې نافذ ګڼل شوی او په رسمي جریده کې به خپور شي.