بلوڅ ازادي غوښتونکو نن (سه شنبه) ماځیګر مهال د بلوچستان سوراب ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم عسکرو ته کمین ورکړی.
ځايي معتبرې سرچینې وایي، چې په دغه غلچکي برید کې لږ تر لږه درې پاکستاني عسکر هلاک او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځې رژیم ځایي چارواکو د بلوڅ ازادي غوښتونکو دې تازه عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې له وړمې ورځې راهیسې د بلوچستان بېلابېلو سیمو کې په همغږي توګه د ازادي غوښتونکو له خوا پر پاکستاني عسکرو بریدونه روان دي.
