د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال وزیر دوکتور لطف‌الله خیرخوا په کابل کې د ازبېکستان له سفیر یادگار خواجه شادمانوف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو علمي اړیکو یې خبرې کړې دي.
له لوړو زده‌کړو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې په ازبېکستان کې د افغان محصلانو د ستونزو په حل، افغان محصلانو ته د بورسونو د ورکړې او په دوه اړخیزو عملي اړیکو یې خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، اوسمهال په ازبېکستان کې ۴۳ افغان محصلان په زده‌کړو بوخت دي او نوموړي په روان کال کې افغانستان ته په بېلابېلو برخو کې د لېسانس په کچه د ۵۰ تحصیلي بورسونو د ورکړې ژمنه وکړه او له افغانستان سره یې په دوه اړخیزو علمي همکاریو ته چمتووالي وښود.
د ازبېکستان سربېره سلگونه افغان محصلان د نړۍ په بېلابېلو پوهنتونونو کې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا کچو په زده‌کړو بوخت دي، چې ډېری یې د افغان حکومت له لوري په بورسونو تللي او په کم شمېر کې یې په شخصي لگښت په بهر کې زده‌کړې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version