د عدلیې وزارت وايي، په دغه وزارت کې د ثبت شوو خیریه بنسټونو له لوري د بغلان او تخار سېلاب‌ځپلو سره څه‌باندې ۵۶ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په عدلیې وزارت کې ثبت شوو خیریه بنسټونو د بغلان او تخار له سېلاب‌ځپلو سره کابو ۵۶ مېليونه ۱۳۲ زره او ۷۲ افغانۍ مرستې شوې ده.

د عدلیې وزارت له دې وړاندې په یاد وزارت کې له ثبت شوو خیریه بنسټونو او اتحادیو څخه غوښتي وو چې د بغلان او تخار له سېلاب‌ځپلو سره مرسته وکړي.

څو اوونۍ وړاندې په بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي وو، چې له امله یې زرگونه تنه شهیدان کړي وو او زرگونه نور یې ټپیان کړي وو.

د یادو سېلابونو له امله زرگونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.

افغان حکومت ویلي، له سېلاب‌ځپلو سره مرستې کوي او کورونه هم ورته جوړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version