د يمن حوثيانو يو ځل بيا صهيونيستي اسرائيلو ته خبرداری ورکړی چې که د حماس سره شوی تړون مات کړي نو دوی به په اسرائیلو له پخوا سخت او تند بريدونه پيل کړي.
حوثيانو دغه راز زياته کړې «اسرائيل بايد پوه شي که دوی له حماس اسلامي غورځنګ سره د اوربند شوی تړون مات کړي نو بيا به اوبه له ورخه تېرې وي او زموږ له تند غبرګون سره به مخ شي».