شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp الجزیرې د سپینې ماڼۍ د ویاندې کارولين ليويټ له قوله اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف، حماس ته د اوربند یو وړاندیز کړی دی.د سرچينې په خبره، کارولین لیویټ ټینګار کړی چې اسرائیلو لا له وړاندې د ټرمپ او ویټکاف له لوري وړاندیز شوی اوربند منلی دی.دغې امریکايي چارواکې همدا راز ويلي «موږ نه پوهېږو چې آیا حماس دا وړاندیز منلی دی که نه؟».له بله لوري بيا د حماس غورځنګ یوه لوړپوړي غړي له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې د ځینو رسنیو هغه ادعاوې رد کړې دي چې، ګواکې حماس او صهیونیستي رژیم د ۶۰ ورځني اوربند پر سر توافق ته رسېدلي دي.دغه مشر ټینګار کړی چې حماس لا هم د ویتکاف د اوربند وړاندیز ارزوي او وروسته به یې په اړه پرېکړه اعلان کړي.