الجزیرې د سپینې ماڼۍ د ویاندې کارولين‌ ليويټ‌ له قوله اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف، حماس ته د اوربند یو وړاندیز کړی دی.

د سرچينې په خبره، کارولین لیویټ ټینګار کړی چې اسرائیلو لا له وړاندې د ټرمپ او ویټکاف له لوري وړاندیز شوی اوربند منلی دی.

دغې امریکايي چارواکې همدا راز ويلي «موږ نه پوهېږو چې آیا حماس دا وړاندیز منلی دی که نه؟».

له بله لوري بيا د حماس غورځنګ یوه لوړپوړي غړي له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې د ځینو رسنیو هغه ادعاوې رد کړې دي چې، ګواکې حماس او صهیونیستي رژیم د ۶۰ ورځني اوربند پر سر توافق ته رسېدلي دي.

دغه مشر ټینګار کړی چې حماس لا هم د ویتکاف د اوربند وړاندیز ارزوي او وروسته به یې په اړه پرېکړه اعلان کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version