سپوټنیک خبري اژانس د فلسطين د القدس ولایت له لوري د خپاره شوي راپور له قوله ویلي، چې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې په دغه ولایت کې د اسرائیلي رژيم ځواکونو لخوا ۱۴۴ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱،۵۵۵ نور ژوندي نیول شوي دي.

په راپور کې همدا راز ويل شوي، چې پر دې سربېره اسرائيلي رژيم د ګڼ شمېر شهيدانو جسدونه هم له کلونو راهیسې ځان سره يرغمل کړي دي.

اسرائيلي يرغلګرو همدا راز ګڼ شمېر کورونه هم نړولي دي.

که څه هم د بيت المقدس شاوخوا ټولې سيمې د اسرائیلي رژيم تر اشغال او کنټرول لاندې دي خو بيا هم وخت ناوخت د بېګناه‌ فلسطيني وګړو په نښه کولو لاس پورې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version