د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي، د ډونالډ ټرمپ له لوري د ايران د لاريون کوونکو د ملاتړ په اړه وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې د امریکایي سیاستوالو د کړنو اوږده سابقه کافي ده چې وښيي واشنګټن د «ایراني ولس د ملاتړ» تر شعار لاندې په حقیقت کې څه ډول سیاست پرمخ وړي.
بقايي زياته کړې، چې د ۱۳۳۲ کال د اسد د ۲۸مې کودتا له تنظیم او تمویل څخه نیولې، د ۱۳۶۷ کال د ایران د مسافر وړونکې الوتکې ویشتل، د صدام حسین د اته کلنې جګړې پراخ ملاتړ، له اسرائیلو سره په ګډه د ایراني وګړو ترور او د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي پر مهال پر ایراني بنسټونو بریدونه، او همدارنګه سخت اقتصادي بندیزونه، ټول د امریکا د ادعا شوې «همدردۍ» ښکاره بېلګې دي.
د هغه په خبره امریکا نن هم د ایراني ولس د خواخوږۍ تر پلمې لاندې ایران ګواښي، حال دا چې دا کړنې د نړیوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده.
