د اسرائيلي رژيم رسنيو د حماس غورځنګ د پیاوړي مشر شهيد يحبی سنوار د جسد د ارزونې د پايلو په حواله ویلي؛ چې هغه او د هغه ملګري درې ورځې وږي وو او د شهادت وړاندې يې هيڅ ډول خواړه نه و خوړلی.

دا راپور ښیي چې شهید سنوار چې د حماس یو له مهمو قوماندانانو څخه و، د خپل ژوند په وروستیو ورځو کښې د صهیونیستی رژیم په وړاندې د فلسطین له مجاهدینو سره اوږه په اوږه له خورا ډېرو ستونزو او قربانیو سره جنګیدلی وو.

د شهید یحی سنوار دا اقدام کولای شي د صهیونستي رژیم د ظلمونو پر وړاندې د مقتومت یو سمبول وګرځي او په زرینو کرښو ولیکل شي.

له بله پلوه د اسرائیلي رسنیو لخوا د دې معلوماتو خپرول په پراخه کچه رسنیز پوښښ موندلی او د خلکو پام یې ځان ته را اړولی دی.

څېړونکي پر دې باور دي چې د دغه ډول معلوماتو رسنیز کول د سنوار او د هغه د ملګرو د پیاوړي دریځ له ښکاره کولو سربیره پر فلسطیني مبارزینو سختو فشارونو او حالاتو ته د خلکو پام را اړوي.

د اسرائيلي رسنيو له خوا دا معلومات په داسې حال کې خپرېږي، چې د فلسطيني مشرانو پر وړاندې د صهیونستي رژیم کړنې لوړ حد ته رسېدلي او پر فلسطيني سيمو یې خپل بريدونه په کراتو ډېر کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version