شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp الجزيرې راپور ورکړی، چې د اسرائیلي رژيم د تېرو څه باندې دوه کلونو پرلهپسې بمباريو او محاصرې له امله د غزې ښځې د انساني فاجعې تر ټولو سخت بار په اوږو وړي. سرچينې د غزې د اطلاعاتو مرکز له قوله ویلي، چې تر اوسه له ۱۲۵۰۰ څخه زياتې ښځې شهيدانې شوي، ۲۱۲۰۰ کونډې شوي، د ۱۲ زره اميدواره مېرمنو حملونه د سختو شرایطو له امله سقط شوي او ۱۰۷ زره حامله او شيدې ورکونکې ښځې د لوږې، ناروغۍ او د درملو د کموالي له امله د ژوند له جدي ګواښ سره مخ دي.ياده دې وي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهيسې، پر غزه د اسرائيلي رژيم د بريدونو له کبله له ۶۸ زرو ډېر فلسطينيان شهيدان شوي، له ۱۷۰ زرو ډېر ټپيان او د جګړې له امله د غزې ۹۰ سلنه ملکي زېربناوې ويجاړې شوې دي.