د پنجشیر ولایت مقام رسنيز دفتر وايي، نن سهار د ياد ولايت په عنابه ولسوالۍ کې د دوه ځوانانو ترمنځ لفظي شخړه شوې چې په پایله کې یو تن وژل شوی.

د معلوماتو له مخې، دواړو ځوانانو لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته یو تن د چړې په وسيله بل تن ټپي کړی چې بيا د ټپونو له امله مړ شوی دی.

سرچينه زیاتوي، د پنجشېر ولايت امنيتي ځواکونو تورن کس نیولی او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version