نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزو خبرو اترو نوی پړاو نن (شنبه) سهار د مالیزیا په پلازمېنه کوالالامپور کې پيل شوی.
ویل شوي، دواړه لوري به په دې پړاو مذاکراتو کې د سوداګریزو ترینګلتیاوو پر کمولو خبرې وکړي.
په راپور کې راغلي، چې په دې پړاو مذاکراتو کې د چینایي پلاوي مشري د چین د لومړي وزیر مرستیال ههلینګ او د امریکايي پلاوي مشري بیا د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېزېنټ کوي.
د یادونې ده، چې روانه اوونۍ د امریکا او چین د ولسمشرانو ترمنځ هم لیدنه پلان شوې ده.
