الجزيرې ټلويزيون راپور ورکړی، چې د اسرائیل پوځ ویلي، غزې ښار ته څېرمه یې پر پوځي کمپ د حماس غورځنګ د جنګياليو برید کې څلور سرتېري وژل شوي او یو ټپي دی.

سرچينې ويلي، د حماس غورځنګ درې تنه جنګياليو پرون دوشنبه د غزې ښار «شیخ رضوان» ته نژدې د «کفر جبالیا» سیمه کې پوځي کمپ ته د دننه کېدونکي ټانګ منځ ته چاودیدونکي توکي وغورځول او څلور اسرائیلي عسکر یې ووژل.

ياده دې‌ وي، چې پرون ورځ د څلور اسرائیلي عسکرو د وژل کېدو سربېره په اشغالي بيت المقدس ښار کې د موټرو په يوه تمځای د دوه فلسطیني ځوانانو بريد کې هم شاوخوا ۲۰ صهيونيستي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version