د آر ټي عربيک رسنۍ د راپور له مخې اسرائيلي رژيم د سومالیا بېلتون غوښتونکی سيمه ييز حکومت په رسميت پېژندلی دی.

سرچينې ويلي، د سوماليا حکومت دا پرېکړه په کلکه رد کړې او ناقانونه اقدام یې بللی دی.

د سوماليا بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې سومالیا نه وېشل کېدونکی هېواد دی، سومال ‌لېنډ ترې نه بېلېدونکې برخه ده او هېڅ بهرنی لوری واک نه لري چې د دې هېواد یووالی بدل کړي.

په ورته مهال سعودي عربستان، عراق، مصر، جیبوتي، ترکیې او د عربي دولتونو اتحادیې هم دا اقدام رد کړی او د سومالیا پر ملي یووالي او حاکمیت یې ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version