نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د یمن پر الحدیدة، رأس عیسی او صلیف سمندري بندرونو درانه هوایي بریدونه ترسره کړي.
العربیه خبري شبکې، د اسرائیلو ۱۴ چینل له قوله راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې د صهیونیستي هوايي ځواکونو لخوا ۵۶ بمبونه غورځول شوي.
په دغو بریدونو کې تر اوسه د اوښتو زیانو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د یمن د غزې په ملاتړ اسرائیلو (اشغال شوي فلسطین) خپلو بریدونو ته زور ورکړی.